دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 74303
ایمل فیضي: جمهوررئیس حامدکرزی د شانګهای سازمان په دیارلسمه غونډه کې ګډون کوي
جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي، پرون له یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو سره په خبروکې وویل چې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی به ډیر ژر د شانګهای سازمان په دیارلسمه غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان هېواد ته سفر وکړي.
فیضي وویل چې حامدکرزی به په دغه غونډه کې د ګډون او وینا کولو ترڅنګ د قرغزستان،چین، روسیې، ایران او په دغه غونډه کې د یوشمېر نورو برخه والو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د سیمه ایزو مسلو، د تروریزم او افراطیت او د د ګډو امنیتي ګواښونو پرخلاف د ګډې مبارزې په باب به ورسره خبرې وکړي.
د جمهوررئیس ویاند په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د شتون په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي وروستیۍ څرګندونې محکوم کړې، وې ویل چې جمهوررئیس حامدکرزي په دې اړه نن د افغانستان د حکومت ژوره اندیښنه په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ته څرګنده کړه او له هغه څخه یې د دغو څرګندونو وضاحت وغوښت.
فیضي وویل: جمهوررئیس په دغه کتنه کې د امریکا سفیر ته وویل چې دا ډول څرګندونې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ او بې باورۍ فضا رامنځته کړي.
همدا راز د جمهوررئیس ویاند وویل چې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د نیپال د فوټبال د ټیم پر وړاندې د هېواد د فوټبال د ټیم د بریالیتوب له امله چې په نتیجه کې یې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي آسیا نهایي لوبې ته لاره وموندله، خوښي څرګنده کړې ده او د فوټبال ملي لوبډلې او د افغانستان خلکو ته یې مبارکي ویلې ده.
ده وویل چې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم بریالیتوبونه د هېواد لپاره د ډیر افتخار خبره ده. جمهوررئیس د فوټبال د ملي ټیم له سرټیم سره ټیلفوني خبرې کړي دي او د هغوی دغه بریالیتوب یې ستایلې او دغه افغان لوبغاړي یې د لا نورو بریالیتونو ترلاسه کولو ته هڅولي دي.
فیضي وویل چې حامدکرزي د مالیې، پوهنې او د کلیو د پراختیا وزیرانو ته لارښوونه کړې ده چې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د تشویق لپاره چې سبا د هندوستان له ملي ټیم سره د جنوبي آسیا د فوټبال د طلایي جام په سیالۍ کې برخه اخلي، د نیپال هېواد ته سفر وکړي او د سیالۍ پرمهال هلته حضور ولري، ترڅو د حکومت د وزیرانو حضور هلته زموږ ملي ټیم بریا ته لا وهڅوي .
د جمهوررئیس ویاند همداراز زیاته کړه چې حامدکرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې هېواد ته د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د غړو د راستنېدو پرمهال دې د هغوي بریالیتوب د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځي او هغوی ته دې سوغاتونه ورکړل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexx8f.jh8e7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته