کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، له اسلامه اوښتونکي باید اعدام شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 سنبله 1392 ساعت 17:45


تاند- د افغانستان د ولسي جرګې څو غړي وايي چې باید هغه افغانان اعدام شي چې له هیواده بهر له اسلامه اوښتي او عیسویت یې منلی دی.
د ولسي جرګې غړي نذیراحمد حنفي وویل، په هند کې ګڼ شمېر افغانان عیسویت ته اوښتي او دا لړۍ لا هم دوام لري. ده وویل:«دا اسلامي قوانینو ته سپکاوی دی او د قرآن د ارشاداتو مطابق له اسلامه اوښتلی کس باید اعدام شي.»
تر حنفي مخکې د ولسي جرګې یوه بل غړي وویل: په هند کې د افغانانو کلیسا جوړه شوې ده.
«دا کلیسا د افغانانو کلیسا نومېږي. هر افغان چې هند ته لاړ شي کلیسا ته د ورتلو بلنه ورکول کېږي.»
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي لطیف پدرام، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د کمونستي رژیم جګپوړی چارواکی و، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور عیسویت ته د افغانانو د تشویق سبب وباله.
ده تور ولګاوه چې د امریکا اوږدمهال پلان دا دی چې د افغانانو کلتور واړوي.
خو یو شمېر نورو وویل چې افغانان له زړه نه دي عیسویان شوي بلکې ځینو کسانو د دې لپاره چې د عیسویانو د خیریه ټولنو په وسیله ځانونه لوېدیځو هیوادونو ته ورسوي، په ظاهره عیسویت منلی دی خو کله چې دا کسان هدف ته ورسېږي، د عیسویت خبرې هېرې کړي.
په ولسي جرګه کې پر دې موضوع د بحث په پای کې د جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي په هند کې عیسویت ته د افغانانو د دعوتولو هڅې وغندلې او د جرګې اړوندې کمېټې ته یې هدایت وکړ چې دا موضوع وڅېړي.


د مطلب کود: 74333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74333/د-ولسي-جرګې-ځیني-غړي-وايي-له-اسلامه-اوښتونکي-باید-اعدام-شي

آوا
  https://www.avapress.com