کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: د چپې درې ولسوالۍ د خلاصولو لپاره پوځي عملیات پیل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 سنبله 1392 ساعت 17:44


د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې؛ له محاصرې د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ د خلاصولو لپاره یې نن سهار پوځي عملیات پیل کړل.
په دې ولایت کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندانۍ ویاند محمد هارون یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا عملیات یې د طوفان په نوم پیل کړي دي.
هغه وایي چې؛ دغه عملیات ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه په ګډه ترسره کوي.
یوسفزی وایي چې؛ د چپې درې ولسوالی لیرې پرتې سیمې او د امنیتي ځواکونو ځینې پوستې له شاوخوا یو کال راهیسې د وسله والو مخالفینو له خوا محاصره دي.


د مطلب کود: 74334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74334/کونړ-د-چپې-درې-ولسوالۍ-خلاصولو-لپاره-پوځي-عملیات-پیل-شول

آوا
  https://www.avapress.com