دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 74366
حامدکرزی د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته روان شو
 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د یو دوه ورځني سفر لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکیک ته روان شو.
حامدکرزی به د دغه سفر په لړکې د شانګهای سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون او وینا کولو ترڅنګ د قرغزستان،چین، روسیې، ایران او په دغه غونډه کې د یوشمېر نورو برخه والو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د سیمه ایزو مسلو، د تروریزم او افراطیت او د ګډو امنیتي ګواښونو پرخلاف د ګډې مبارزې او د یو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په باب به ورسره خبرې وکړي.
په دې سفر کې د افغانستان له جمهوررئیس سره د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا،د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9s05.yt0o96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته