دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 74383
داکتر زلمی رسول د افغانستان فوتبال ملی تیم د بریالیتوب په ویاړ مبارکی وویله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داکتر زلمی رسول او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکی د جنوب آسیا د فوتبال په اتلوالی کی د افغانستان فوتبال ملی لوبدله بریالیتوب د ملی تیم غړو، مشرانو او د افغانستان سوله دوست ملت ته مبارکی وایی.
 دافغانستان د فوتبال ملی تیم تیر ماښام د جنوب آسیا د فوتبال اتلوالی جام په پایلوبه کی د هندوستان د فوتبال ملی تیم ته 2 د صفر په وړاندی ماتی ورکړه او د دی جام قهرمانی یی تر لاسه کړه.
داکتر زلمی رسول وویل ، " دهیواد فوتبال ملی تیم ځوانانو پرون یو ځل بیا ثابته کړل چی افغانستان په هر میدان کی د بریالیتوب او اتلوالی استعداد او توان لری. په افغانستان کی په دیر لږ وخت کی د فوتبال او نورو سپورتونو بی څاری پرمختګ او بیلابیلی اتلوالی او بریالیتوبونه د دغه تکی ثبوت دی."
" د افغانستان ملی تیم په خپله ښایسته، مسلکی او متحده لوبه وښوده چی فوتبال د افغانستان په ګوت ګوت کی د ترقی او پرمختګ په لور روان دی."
" زه یوځل بیا د خپل ځان او دبهرنیو چارو وزارت کی د خپل تولو همکارانو لخوا د افغانستان د فوتبال ملی تیم اتلانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم ا ورته وایم چی تول افغان ملت د دوی په ستر بریالیتوب ویاړی."
دهیواد د فوتبال ملی تیم قهرمانان نن سهار پخیر بیرته هیواد ته راستانه شول او په کابل کی د جلالتماب جمهور رئیس حامد کرزی او ګن شمیر هیواد والو لخوا تود هرکلی وشو.

https://avapress.com/vdcc11qm.2bq048j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته