دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 74428
هرات کې د امریکا پر کونسلګرۍ د طالبانو برید
د افغانستان لوېديځ هرات ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته نژدې تر یوې لویې چاودنې وروسته د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده. 

لومړی ګهیځ شاوخوا پنځه نیمې بجې کونسلګرۍ ته نژدې یوه لویه چاودنه وشوه او بیا برید کوونکو د کونسلګرۍ پر لور بریدونه وکړل.
وسله والو طالبانو بي بي سي ته ویلي، لومړی یې جنګیالیو د جمعې پر ګهیځ وختي ځانمرګی برید کړی او بیا یې د امریکا پر کنسولګرۍ برید کړی.
په ځینو رپوټونو کې د کونسلګرۍ شاوخوا د ځینو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی. 
برید کوونکو سفارت ته پر غځېدلې لارې دویمه تلاشۍ پوستې سره نښته کړې، چې له لاسي بمونو او ګرنېټو یې ګټه اخیستې ده.
په لوېديځ کې د ظفر قول اردو قومندان تاج محمد جاهد ویلي، په سیمه کې یې د دوو پولیسو مړي لیدلي.

سیمې ته د امریکا ځانګړي ځواکونه او د ایټالیا د چټک غبرګون او افغان ځواکونه رسېدلي، او پر سر یې الوتکې چورلېږي.

دوې الوتکې د کونسلګرۍ د ننه کوزې شوې دي.
رپوټونه وايي، ګڼ ولسي وګړي د چاودنې له کبله ماتو ښيښو ټپیان کړي دي.
چاودنه دومره زوروره وه، چې ان سلګونه متره لیرې یې د ودانیو ښيښې ماتې کړې دي.
ایساف پخپله ټویټر پاڼه کې ویلي، چې ټول برید کوونکي وژل شوي او اوس کونسلګرۍ ته هېڅ ګواښ نه شته.
د هرات والي سید فضل الله وحیدي، ویلي، برید کوونکو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د کونسلګرۍ په ۶۰ مترۍ کې چوولی دی.
د امریکا کونسلګرۍ د هرات ښار شمال لوري ته پرته ده.
د روانې سپټمبر په لومړیو کې طالبانو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جلال اباد تورخم کې د کلېکاږل امریکا پر یوې اډې برید وکړ، چې درې کسان په کې ووژل شول خو مالي تلفات په کې ډېر وو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc40qm.2bq0i8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته