دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 74441
جمهوررئیس کرزي د ایران له جمهوررئیس سره وکتل
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ایران له جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني سره پرون مازیګر د قرغزستان په پلازمېنې بشکیک کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان د سولې د بهیر، له امریکا او یو شمېرنورو هېوادونو سره د افغانستان د امنیتي موافقه لیکونو، له نیشه یې توکو سره د مبارزې او د سیمه ایزو مسلو په باب خبرې اترې وکړې.
جمهوررئیس حامدکرزي وویل چې افغانستان تل هڅه کړې ده چې له دوست او ورور هېواد ایران سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د ایران جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته د هندوستان د فوټبال د ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د بریالیتوب له امله د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې ایران له افغانستان سره د ورور ګلویزو او دوستانه اړیکو د لرلو اراده لري.
ده د افغانستان لپاره د تل پاتې سولې د ټینګښت هیله وکړه، څرګنده یې کړه چې ایران په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی، ځکه چې سوله لرونکی افغانستان د ایران په ګټه دی.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دغه کتنه کې په ایران کې د افغان مهاجرینو د ویزې د تمدید د ستونزې د حل غوښتنه وکړه، هیله یې څرګنده کړه چې هېواد ته د هغوی بیرته راستنیدل په داوطلبانه ډول ترسره شي.
د ایران جمهوررئیس په دې اړه د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې ایران له ۳۵ کلونو را په دیخوا د افغان مهاجرینو کوربه دی او نه غواړي چې هغوی وځورول شي خو هغه شمېر افغان کډوال چې د استوګنې کارت نه لري باید خپل ځانونه اړوندو ادارو ته ور وپیژني او په ایران کې د اوسیدلو کارتونه ترلاسه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzknq.23nkkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته