دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 74466
دا توقع باید ونه لرو چې ناټو، آیساف او امریکا به  زموږ سیمه  د تروریزم او افراطیت له ګواښ څخه وژغوري
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی او ملګری پلاوی یې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې له ګډون وروسته چې د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې جوړه شوې وه، پرون ماښام هېوادته راستون شو.
د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو دیارلسمه غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي او د دغه سازمان د غړو او ناظرو هېوادونو د مشرانو په ګډون د قرغزستان هېواد په پلازمېنه بیشکک کې جوړه شوه.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دې غونډه کې پخپله وینا کې د قرغزستان له جمهوررئیس څخه د دغې مهمې غونډې د کوربه توب له امله مننه وکړه، وې ویل موږ ژمن یو چې د شانګهای د همکاریو له سازمان سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړې کړو او د دغه سازمان له ټولو غړو هېوادونو سره د سولې، امنیت او سوکالۍ د رامنځته کولو لپاره د یوه ګډ لید لوري د تحقق په موخه رغنده همکارۍ ولرو.

د هېواد جمهوررئیس په دې باندې د ټینګار په ترڅ کې چې د افغانستان وحدت او امنیت، د سیمې د ټولو هېوادونو د وحدت او امنیت د تامین لپاره مهم عامل ګڼل کیږي، د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو او ناظرو هېوادونو له مشرانو څخه وغوښتل چې د سیمې د ګټو لپاره له افغانستان سره د هغه د لاس ته راوړنو د ساتنې او ودې او همدا راز په دغه هېوادکې د سولې او امنیت د ټینګښت په لاره کې همکاري وکړي.
حامدکرزي په بېلابېلو برخوکې د افغانستان له لاس ته راوړنو څخه یادونه وکړه، وې ویل چې دغه لاس ته راوړنې نه پریږدي چې افغانستان یو ځل بیا تېرو بدمرغیو ته ور وګرځي.

د هېواد جمهوررئیس د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د دیارلسمې غونډې برخه والو ته د تروریزم د ګواښ په اړه وویل چې د تروریزم پرخلاف د دولس کلنې جګړي په تېریدو سره، د تروریزم پدیده اوس هم د بنیاد ګرایۍ او افراطیت په پراختیا سره د یو جدي ګواښ په توګه زموږ پر وړاندې قرار لري.

حامدکرزي زیاته کړه: د سیمې په هېوادونوکې د تروریزم په پراختیا سره، دغه پدیده به نه یوازې د افغانستان او پاکستان د ثبات، بلکې د سیمې او ټولې نړۍ د امنیت لپاره ناوړه عواقب له ځان سره ولري.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل چې د سیمې هېوادونه باید دا توقع ونه لري چې د ناټو سازمان، آیساف او یا د امریکا متحده ایالات به زموږ سیمه له ټولو هغو ننګونو څخه وژغوري چې اوس ورسره مخ یو، بلکې دا باید درک کړو چې په سیمه کې د تروریزم او افراطیت پرخلاف مبارزه اساساً زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی.
جمهوررئیس پخپله دغه وینا کې دې ته په اشارې سره چې افغانستان د تروریزم پر خلاف د جګړې په لومړۍ لیکه ولاړ دی، وویل چې افغانستان د ازبکستان د اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ، د پنجابي طالبانو، د طیبه لښکر او د چیچني اورپکو د تروریستي ډلو پر وړاندې چې غواړي په سیمه کې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له افغانستان څخه د معبر په توګه استفاده وکړي، خنډ واقع کیږي.
جمهوررئیس وویل چې د افغانستان خلک د تروریستانو له اعمالو څخه ځوریږي او له خپل هېواد او ګاونډیانو څخه دفاع دوی ته ګران پریوزي.
حامدکرزي څرګنده کړه یوازې هغه مهال کولای شو چې تروریزم او مخ پر وده افراطیت ته ماته ورکړو چې په سیمه کې، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادقانه همکارۍ ترسره شي.
همدا راز جمهوررئیس وویل چې په دې لاره کې بریالیتوب په دغه غونډه کې د ټولو حاضرو هېوادونو په ځانګړي ملاتړ پورې تړلی دی.
حامدکرزي د نشه یي توکو پرخلاف د مبارزې په اړه وویل: موږ په دې باور یو چې د دغه ویجاړونکي ګواښ پرخلاف مبارزه په ټولو سطحوکې یوه جامع کړنلاره ایجابوي چې تر ډیره حده به د نشه یي توکو د تقاضا پر راکمولو، د اولیه کیمیاوي موادو پرکنټرول، د نشه یي توکو د قاچاق د لارو پر بندولو او د بدیل معیشت پر تامینولو تمرکز ولري.
جمهوررئیس له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو څخه وروسته د سیمې د هېوادونو د اندیښنو په اړه وویل چې موږ په هېوادکې د سولې او سوکالۍ په لور په خپل سفر کې ثابت قدمه یو، هیله لرو چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه په دغه سفر کې له موږ سره ملګرتیا وکړي او ۲۰۱۴ کال ته د ورتګ او له هغه څخه په وروسته کلونوکې همکاري وکړي.
حامدکرزي د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه وویل: موږ په دې باور یو چې د دغو انتخاباتو بریالیتوب نه یوازې زموږ د تېرو دولسو کلونو تاریخي لاس ته راوړنې خوندي کوي، بلکې د دې زمینه برابروي چې هېواد مو له ستونزې پرته د" بدلون لسیزې" ته داخل شي.
جمهوررئیس په دې باندې په ټینګار سره چې له طالبانو سره د مذاکرې او مصالحې لپاره دروازه خلاصه ده، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول په باب وویل: پاکستان کولای شي د سولې په بهیرکې مهم رول ولوبوي او موږ هیله لرو چې د جلالتمآب نواز شریف په مشرۍ د یاد هېواد نوی حکومت په دې اړه رغنده رول ولوبوي.
حامدکرزي د افغانستان او یو شمېر هېوادونو ترمنځ د همکاریو د موافقه لیکونو په اړه وویل چې دغه موافقه لیکونه هیڅکله هم ګاونډیو او نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کوي او افغانستان به اجازه هم ورنه کړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل افغانستان به ممکن له ټولې نړۍ څخه له بېلابېلو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري، خو موږ افغانان پوهیږو چې زموږ امنیت او سوکالي په هغې سیمې پورې تړلې ده چې موږ یې یوه برخه ګڼل کیږو.
حامدکرزي څرګنده کړه چې افغانستان تل د اقتصادي همکاریو او د سیمه ایزو زیربنایي پروژو د پلي کېدو له لارې د سیمې ایزې ملتیا د پراختیا هڅونکی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepe8f.jh8epi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته