دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 74600
د را روان کال ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو د نوماندانو نوم لیکنه سبا پیلیږي

تاند: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه په رسمي توګه سبا پیلیږي.
باختر دولتي اژانس د یکشنبې په ورځ د دې کمېسیون د ویاند نورمحمد نور له خولې وویل د دغه کميسيون له خوا د ټاکلې مودې له مخې سبا د وږي ۲۵ مه د هېواد په مرکز او څلور ديرشو ولايتونو کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورګانو په ټاکنو کې د برخه اخیستو په موخه د نوماندانو د نوم ليکنې بهير پيليږي چې د تلې تر ۱۴ مې به دوام وکړي.
نور زیاته کړه، چې كمېسیون لا له وړاندې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ نوماندانو لپاره شرايط ابلاغ کړي چې هر نوماند باید سل زره ملاتړیزې رایې له ځان سره ولري.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسمشرۍ هر نوماند باید د سلو زرو ملاتړیزو کارتونو کاپیو ترڅنګ یو میلیون افغانۍ او د ولایتي شوراګانو ټاکنو نوماندان باید له دوه سوه څخه تر شپږ سوه پورې ملاتړیز کارتونو کاپيو ترڅنګ شل زره افغانۍ د ضمانت په توګه کمېسیون ته ور وسپاري.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو پر اساس پرون له غرمې وروسته ترڅلورو بجو او ديرشو دقيقو پورې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۱ نوماندانو د ټاکنو په اړه معلوماتي بنډلې ترلاسه کړي دي.
یاده دې وي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د را روان ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په شپاړسمه ترسره شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7p8f.jh8e7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته