دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 74604
ولسمشر کرزي په سمنګان کې د کان کېندونکو د وژل کېدو د پېښې د څېړلو امر کړی

افغان ولسمشر د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په يوه کان کې د کان کېندونکو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د دې پیښې په اړه یې د څیړنو امر وکړ.
جمهوري ریاست نن د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې؛ افغان ولسمشر د کانونو او پټرولیم له وزیر سره خبري کړي او ورته هدایت یې ورکړی چې د دي پیښې دلامل په اړه تحقیقات وکړي ترڅو په راتلونکې کې دارنګه پیښې تکرار نشي.
تیره ورځ د سمنګان په رود اب ولسوالۍ کې د یوه کان یوه برخه پر کان کیندونکو پر یوتله او څلویښت تنه یې ترې لاندې شول.
د سمنګان چارواکو نن له غرمې مخکې وویل چې؛ په دې پيښه کې د وژل شویو کسانو شمېر نهه ویشتو ته رسیدلی.
د دې ولایت دوالي ویاند صدیق عزیزي وايي، شل تنه نور ټپیان دي او ممکن ۵5 نور کسان هم په کان کې پاتي وي.

سرچينه : صدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci5qay.t1a5u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته