دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۲۲:۲۹
د مطلب کود : 74625
حامدکرزی: انتخابات به ضرورکوو، په انتخاباتو کې د افغانستان خیر دی
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند او زابل ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره په کتنه کې په هېواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کېدل یوه ډیره مهمه ملي پروسه وبلله، وې ویل چې انتخابات به ضرورکوو.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس هغو افغان غږ خبری آژانسزو ته په اشارې سره چې انتخابات دې وځنډول شي وویل: انتخابات به ضرورکوو په انتخاباتوکې د افغانستان خیر دی ځکه چې له انتخاباتو پرته واک ته دوام ورکول د نظام مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ کوي.
حامدکرزي د هلمند خلکو ته په ټینګار سره وویل چې خپل نارینه او ښځې دې ته وهڅوی چې کارتونه واخلي او په انتخاباتو کې په فعاله توګه ګډون وکړي ځکه چې د کارت لرل او په انتخاباتو کې ګډون کول د واک استعمال دی نو خپل واک د هغه چا په ګټه وکاروی چې ستاسو خوښ وي.
په دغه کتنه کې په داسې حال کې چې د هلمند او زابل والیان هم حاضروو، څو تنو مشرانو خبرې وکړې، وې ویل چې د دوی په ولایتونوکې دې د انتخاباتو مرکزونه زیات شي او په ډاډمنه توګه دې د دغو مرکزونو امنیت ونیول شي ترڅو خلک وکولای شي په پوره اطمینان سره د انتخاباتو مرکزونو ته لاړشي، کارتونه واخلي او خپله رایه استعمال کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs0bz.rhba5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته