کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی: انتخابات به ضرورکوو، په انتخاباتو کې د افغانستان خیر دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سنبله 1392 ساعت 22:29


د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند او زابل ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره په کتنه کې په هېواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کېدل یوه ډیره مهمه ملي پروسه وبلله، وې ویل چې انتخابات به ضرورکوو.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس هغو آوازو ته په اشارې سره چې انتخابات دې وځنډول شي وویل: انتخابات به ضرورکوو په انتخاباتوکې د افغانستان خیر دی ځکه چې له انتخاباتو پرته واک ته دوام ورکول د نظام مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ کوي.
حامدکرزي د هلمند خلکو ته په ټینګار سره وویل چې خپل نارینه او ښځې دې ته وهڅوی چې کارتونه واخلي او په انتخاباتو کې په فعاله توګه ګډون وکړي ځکه چې د کارت لرل او په انتخاباتو کې ګډون کول د واک استعمال دی نو خپل واک د هغه چا په ګټه وکاروی چې ستاسو خوښ وي.
په دغه کتنه کې په داسې حال کې چې د هلمند او زابل والیان هم حاضروو، څو تنو مشرانو خبرې وکړې، وې ویل چې د دوی په ولایتونوکې دې د انتخاباتو مرکزونه زیات شي او په ډاډمنه توګه دې د دغو مرکزونو امنیت ونیول شي ترڅو خلک وکولای شي په پوره اطمینان سره د انتخاباتو مرکزونو ته لاړشي، کارتونه واخلي او خپله رایه استعمال کړي.


د مطلب کود: 74625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74625/حامدکرزی-انتخابات-ضرورکوو-په-انتخاباتو-کې-د-افغانستان-خیر-دی

آوا
  https://www.avapress.com