دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 74641
د انتخاباتو کمیسیون:

د کاندیدانو نوم لیکنه نن پیلیږي

د کاندیدانو نوم لیکنه نن پیلیږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې نن (دوشنبه) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو نوم لیکنه پیلیږي.
د دې کمېسیون چارواکي وايي، په دې برخه کې هیڅ ستونزې نشته او دغه بهیر به تر شلو ورځو پورې دوام ولري خو په افغانستان کې له انتخاباتو څخه د ملاتړ ادارې بیا وایي، چې د انتخاباتو کمېسیون به د کاندیدانو د ضمانتي کارټونو د څېړنې او حسابولو توان ونه لري.
دغه ادارې اټکل کوي، چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته به هم ځکه ښځې په کمه اندازه نومونه ولیکي، چې کمېسیون ته به یو میلیون افغانۍ د ضمانت لپاره ونه لري.
که څه هم تر اوسه د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نومونه نه دي معلوم شوي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د کاندیدانو نوم لیکنه نن پیلوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، چې د وږي له ۲۵ مې یا سر له ننه تر ۲۰ ورځو پورې په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو نوم لیکنه کیږي.
د دې کېسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته هغه کسان په دې بهیر کې نوم لیکنه کولای شي، چې په قانوني توګه تورن نه وي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدۍ لپاره ۲۸ کسانو د معلوماتو بستې اخیستي دي، خو دوی نه وايي، چې په دوی کې څو تنې ښځي دي.
خو د دې کمېسیون ویاند ښاغلي نور وویل، چې په ټولو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته تر ۸۰۰ ډیرو کسانو نومونه لیکلي، چې ۶۷ تنې په کې ښځې دي.
د افغانستان د انتخاباتو په قوانینو کې هغو کسانو ته بېلابېل شرطونه ایښول شوي، چې غواړي ولسمشرۍ ته ځانونه کاندید کړي.
په دغو شرطونو کې تر ټولو مهم دا دي، چې د قانون له مخې څوک مجرم نه وي، د انتخاباتو کمېسیون ته به د خپلې کاندیدۍ په ضمانت کې یو میلیون افغانۍ ورکوي او یو لک د رايي ورکوونکو کارټونه به هم کمېسیون ته وړاندې کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه دې بهیر ته اندېښنه لري، چې کېدای شي دغه کېمسیون د کاندیدانو له خوا د کارټونو د څېړلو توان ونه لري.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د ولسمشرۍ، ملي شورا او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته په کتلو خلک د کاندیدانو د نوم لیکني بهیر ته اندېښمن دي.
د دوی په خبره په یادو درو سرو برخو کي داسي کسانو ځانونه کاندید کړي وه، چي د یادو پوسټونو وړ نه وه، د راپورونو له مخې دغه ډول یو شمېر کسانو ولایتي شوراګانو او ملي شورا ته بریالي هم شوه.
د چارو څېړونکي او خلک د انتخاباتو خپلواک کېمسیون او نورو مسئولیو ادارو ته سپارښتنه کوي، چي د هغو کسانو اسناد دي په ډیر پام سره وڅېړي، چي ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ته ځانونه کاندیدوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvmea.uqexxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته