دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 74705
امارات هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي

تاند- امارات هوايي شرکت نن اعلان وکړ چې سږ کال به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیل کړي.
امارات ایرلاینز، چې مرکز یې په دوبۍ کې دی، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر(خواجه رواش) ته به د سږ کال د دسمبر له څلورمې نېټې څخه الوتنې پیل کاندي.
دا به د امارات هوايي شرکت لپاره په تاریخ کې لومړی ځل وي چې افغانستان ته الوتنې کوي.
امارات هوايي شرکت، چې د نړۍ یو مخکښ او مخ پر وده هوايي کرښه ګڼل کېږي، د نړۍ ډېرو هیوادونو ته الوتنې لري.
کابل ته د دغه هیواد شرکت پروازونه به هغو افغانانو ته هم اسانتیا رامنځته کړي چې له اروپا او امریکا څخه کابل او یا بالعکس تګ راتګ کوي ځکه چې دا شرکت ډېرو اروپايي هیوادونو او دغه راز امریکا ته الوتنې لري.
امارات هوايي شرکت ویلي چې کابل ته به دغه شرکت مسافر په ایربس ۳۴۰ – ۵۰۰ الوتکې کې وړي.
د اماراتو د سوداګري عملیاتو مرستیال رييس باري براون وویل:«امارات د کابل او دوبۍ ترمنځ د هوايي خدماتو اړتیا درک کړې ده. موږ هیله لرو چې دا الوتنې به د سوداګرو او همداراز د عادي افغانانو لپاره، چې غواړي د خپلوانو او کورنیو لیدو ته لاړ شي، په زړه پوري وي.»
ده زیاته کړه:«دا الوتنې به افغانستان ته د کارګو یا بار، په تېره بیا درملو- خوراکي موادو- تعمیراتي وسایلو د وړلو راوړلو لپاره هم یو نوی فرصت برابر کړي.»
امارات هوايي شرکت د نړۍ ۱۳۷ ښارونو ته الوتنې لري او کابل به یې یوسلو اته دېرشم منزل

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcam0n0.49nyw1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته