دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 74748
دحضرت امام رضاعلیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پرټولومبارک وي

 نن هم چې داسلام دګران پیغمبر دیوه ګران لمسي او دامامت دلړۍ داتم ځلانده ستوري حضرت امام علی ابن موسی الرضا علیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده په درست ایران کې خلک خوشالۍ کوي او پرزیارتونو او کورونوئې ښکلی ښکلی پردې لګولي او پرې ئې مبارکي ویلې ده .
 همداراز په ټولو جوماتونو او امامباړو او همداراز په مشهد سپيڅلی ښار ،قم او دحضرت امام خمیني په سپيڅلي حرم کې هم له بیګا راهسې ځانګړي دستورې جوړیږي او ټول خلک داسلام دګران پیغمبر او دهغه بزرګوار دپاکو ا هل بیت علیهم السلام دسیرت او عظمت په باب دویناوالو له خولې خپله تنده ماتوي او همداراز له پاکو اهل بیتو سره خپله مینه اولوله نندارې ته وړاندې کوي
دتهران ریډیوټول کارکونکي هم دنړۍدرستوپتمنوپه تیره بیاتاسو خوږومینه والو ته دزړه له قومې مبارکي وائی

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6qnq.23nkkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته