دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 74803
د افغانستان او قزاقستان اقتصادي ملګرتیاوې پراخې شوې
په پلازمېنه کابل کې افغان او قزاقستاني چارواکو د اقتصادي ملګرتیا پریکړه لیک لاسلیک کړ.
د صدای افغان خبری آژانس له مخې، د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزیر، ډاکټر انورالحق احدي او د قراقستان د بېړنیو چارو وزیر، ولادیمیر باشکو نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ددواړو هېوادونو د اقتصادي چارواکو په شپږمه غونډه کې، د اقتصادي ملګرتیا دوه اړخیز سندونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر، انورالحق احدي په دې غونډه کې و ویل چې له قزاقستان څخه تیلي واردات، د کلتوري اړیکو پراختیا، افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو زیاتیدل او د مالدارۍ په برخه کې ددواړو هېوادونو د ملګرتیاوو پراختیا هغه مسایل و چې دواړه هېوادونه یې په اړه موافقې ته ورسیدل.
د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزیر، ولادیمیر باشکو هم په دې مراسمو کې وویل چې د کابل- استانه دغه د سټراټژيکو ملګرتیاوو پریکړه لیک، په راتلونکي کال کې مشخص کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې قزاقستان په افغانستان کې د اوسپنې د ویلې کولو او کانونو په برخه کې پانګونې ته ګروهنه لري.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtoea.uqexyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته