دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 74882
صهیونیسټي پوځيانو په لسګونو فلسطینیان ټپيان کړل

له صهیونسیټي پوځيانو سره د فلسطیني زده کوونکو په نښته کې لسګونه کسان ټپيان شول
د صفا خبري آژانس د خبر له مخې، نن سهار صهیونیسټي پوځيانو پر ابودیسه ښار ګوټي په برید سره ددغه سیمې د هلکانو ښوونځی کلابند کړ چې دغه اقدام له فلسطیني زده کوونکو سره د صهیونیسټي پوځيانو د نښتې لامل شو.
د قدس د نیواکګر ژيم پوځيانو د فلسطیني زده کوونکو پر لور اوښکې بهونکی ګار وکاراوه چې له امله یې په لسګونو زده کوونکي مسموم شول.
دغه نښته په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې د صهیونیسټي پوځيانو له خوا په مسجدالاقصی کې د فلسطيني لمونځ کوونکو پروړاندې هم تېري دوام لري.
صهیونیسټي ځواکونو پرون د فلسطین په جنین پنډغالي په برید سره یو ۱۹ کلن فلسطینی ځوان شهید او څو نور ځوانان یې نیولي دي.

سرچينه : دصدای افغن خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgx79u.ak9t74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته