کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صهیونیسټي پوځيانو په لسګونو فلسطینیان ټپيان کړل

دصدای افغن خبری اژانس(اوا) , 27 سنبله 1392 ساعت 18:09


له صهیونسیټي پوځيانو سره د فلسطیني زده کوونکو په نښته کې لسګونه کسان ټپيان شول
د صفا خبري آژانس د خبر له مخې، نن سهار صهیونیسټي پوځيانو پر ابودیسه ښار ګوټي په برید سره ددغه سیمې د هلکانو ښوونځی کلابند کړ چې دغه اقدام له فلسطیني زده کوونکو سره د صهیونیسټي پوځيانو د نښتې لامل شو.
د قدس د نیواکګر ژيم پوځيانو د فلسطیني زده کوونکو پر لور اوښکې بهونکی ګار وکاراوه چې له امله یې په لسګونو زده کوونکي مسموم شول.
دغه نښته په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې د صهیونیسټي پوځيانو له خوا په مسجدالاقصی کې د فلسطيني لمونځ کوونکو پروړاندې هم تېري دوام لري.
صهیونیسټي ځواکونو پرون د فلسطین په جنین پنډغالي په برید سره یو ۱۹ کلن فلسطینی ځوان شهید او څو نور ځوانان یې نیولي دي.


د مطلب کود: 74882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74882/صهیونیسټي-پوځيانو-په-لسګونو-فلسطینیان-ټپيان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com