دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 74910
.افغان فلم "وږمه" اوسکار جایزې ته معرفي کېږي

وږمه د افغاني عشق غزلپاڼه" د هغه فلم نوم دی چې سږ کال د اوسکار جایزې لپاره معرفي شوی دی.
دا فلم په افغاني ټولنه کې چې یوه محافظه کار ټولنه بلل کېږي د یوه هلک او نجلۍ ترمنځ د مینې کیسه کوي.
د دې فلم جوړوونکی برمک اکرم وايي هڅه یي کړې چې په دې فلم کې د افغاني ټولنې ارزښتونه په پام کې ونیسي او د دې ټولنې یو واقعي انځور وړاندې کړي.
"وږمه د افغاني مینې غزلپاڼې" فلم په کابل کې جوړ شوی او اوس د نړۍ تر ټولو سترې هنري جایزې اوسکار ته چې د امریکا په متحده ایالتونو کې هر کال ورکول کېږي، وړاندې شوی دی.
دا فلم د یوه هلک او نجلۍ تر منځ د مینې کیسه ده.
کیسه داسې ده چې له یوه هلک سره له مینې وروسته نجلۍ امید واره کېږي، دا چاره د نجلۍ ژوند لا پسې تریخوي، د کورنۍ د غړو له خوا وهل ټکول کېږي او نوم یي په ټولنه کې بدېږي او هرڅوک یې په سپک نوم یادوي.
دا فلم دغه راز په افغاني ټولنه کې د ځوانانو او مېرمنو ستونزې بیانوي.
د دې فلم جوړوونکی برمک اکرم وايي هڅه یې کړې په دې فلم کې د افغاني ټولنې د ارزښتونه او رواجونو رښتونی انځور وړاندې کړي.
" ما ټول افغاني ارزښتونه لکه افغان غیرت او شرم کول په خپل فلم کې په پام کې نیولي دي، او که کومه داسې صحنه وي چې عشقي وبلل شي نو په هغه صورت کې هم هغه داسې انځور شوې ده چې موږ ټول ورسره عادت یو او په هماغه ډول زموږ ژوند دی."
د ښاغلي اکرم دې فلم په امریکا کې د "سنډیز" په نوم د فلم یوه جایزه هم تر لاسه کړې ده.
نوموړی وايي دا فلم یې په کابل کې جوړ کړی او ټولې صحنې یې په ژمي کې ثبت شوي دي.
" لومړی څه چې ما په نظر کې نیولی و هغه دا و چې فلم باید په کابل کې وي، دا ځکه چې ځیني فلمونه چې په دې وروستیو کې جوړ شوي په بهر کې جوړ شوي ځکه امنیتي ستونزې دي. بله دا چې که له نړېوالو کمپینو بیمه وغواړﺉ نو هغه په ډېره لوړه بیه تمامېږي. دا فلم ما په خپله کمره د یوه پنځه کسیزې ډلې په همکارۍ ثبت کړی. بله هڅه مې دا وه چې فلم په ژمي کې ثبت شي."
هر کال هر هېواد کولی شي خپل یو فلم چې په دغه هېواد کې نندارې ته وړاندې شوی وي، اوسکار جایزې ته معرفي کړي.
تېر کال هم افغانستان د "سنګ صبور" په نوم یو فلم د اوسکار جایزې ته معرفي کړی وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdciu3ay.t1a5z26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته