دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 74985
حامدکرزی: د هېواد د بچیانو د زده کړې مخنیوی، له دین او د وطن له اولاد سره دښمنی ده
د افغانستان جمهوررئيس د خپلې نوې راډيو يي وینا له لارې د هېواد په تودو سيمو کې ټولو زده کوونکو، ښوونکو او استادانو ته د نوي تعليمي کال د پيلېدو مبارکي ورکړه.
جمهور رئيس حامدکرزي پخپلې راډیو وینا کې دهېواد پر پلرونو او میندو غږ وکړ چې د ښوونځي په سن برابر بچیان، که هلکان دي که نجونې، په ښوونځيو او مدرسو کې شامل کړي، چې په دې سره به د خپلو کوچنیانو، خپلې کورنۍ او خپل هېواد راتلونکۍ روښانه کړي.
جمهوررئيس همداراز وویل: کېدای شي په ځينو تودو سیمو کې د طالبانو د ګواښونو او ممانعتونو له امله ځينې ښوونځي او دیني مدرسې بندې وي او طالبان زموږ د بچیانو د زده کړې مخه ونیسي، خو دا ډول ممانعت به له دین، وطن او د وطن له اولاد سره بخ د سختې دښمنۍ معنا لري.
جمهور رئيس کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د دغه هېواد د بچیانو له تعلیم سره له دښمنۍ لاس واخلي.
جمهوررئيس د همدغو سیمو ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپين ږیرو ته وړاندیز وکړ چې له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې سره له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی پوه کړي چې د وطن د بچیانو له تعلیم سره مخالفت ونه کړي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamon0.49nya1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته