کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په بدخشان ولایت پېښې د څېړلو په موخه یې خپل حکم صادر کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سنبله 1392 ساعت 18:39


د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د شوي ترهګریز برید چې له امله یې ۱۸ تنه د هېواد ریښتینې خدمت ګاران شهیدان او ۱۳ تنه ټپیان شوي په کلکو ټکو غندلی او د یاد برید د څېړلو په موخه یې د کورنیو چارو وزارت له لورې جوړشوي کمیسون ته دنده سپارلې ترڅو یاده پېښه په بشپړه توګه وڅیړي.
د بدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ د راپورونو په اساس چې د یو لړ ځانګړو عملیاتو له ترسره کیدو وروسته ملي پولیس د بېرته راستنیدو پرمهال د ترهګرو د نیول شوي یو کمین په پایله کې په شهادت سره رسیدلي دي.
د کورنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد عمرداوودزي د یادې پېښې د څېړنې په موخه یوه کمیسون ته دنده سپارلې څو د دغه پېښې په اړه چې ۱۸ تنه د هېواد ریښتیني بچیان پکې په شهادت سره رسیدلي له نېژدې څخه وڅیړي او څومره چې ژر کیدای شي د دغه ترهګریز برید په اړه دقیق معلومات د کورنیو چارو وزارت ته وړاندې کړي ترڅو لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له لورې ډېر بریالي او له لاسته راوړنو ډک عملیاتونو ترسره شوي وو چې یاده ولسوالي یې د دولت وسله والو مخالفینو څخه پاکه کړې وه او د خپلو عملیاتونو په پایله کې یې ۴۷ تنه مخالفین وژلي وو او ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړي وو.
د کورنیو چارو وزارت په شوي ترهګریزبرید کې ټولو شهیدانو ته د لوﺉ خدای له درباره د جنت فردوس، ټپیانو ته د سم لاسي روغتیا او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 75002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75002/د-کورنیو-چارو-سرپرست-وزیر-په-بدخشان-ولایت-پېښې-څېړلو-موخه-یې-خپل-حکم-صادر-کړ

آوا
  https://www.avapress.com