دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۵۲
د مطلب کود : 75162
د کانونو وزارت د سمنټو د ۳ نویو فابریکو د جوړېدو کار داوطلبۍ ته وړاندې کړ

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، چې په پنځو میاشتو کې به د سمنټو د درېیو نویو فابریکو د جوړلو د داطلبې ګټوونکي شرکتونه د هغوی د اسنادو له څیړلو وروسته اعلان کړي.
د کانونو او پطرولیم وزیر وحیدالله شهراني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یو شمیر کورنیو او بهرنیو پانګه والو یوې غوڼدې ته وویل چې؛ داوطلب شرکتونه کولای شي؛ د سپټمبر له ۲۲ څخه د نومبر تر پینځمې نیټې پورې خپل پروپوزلونه د کانونو وزارت ته وسپاري.
ښاغلي شهراني وویل چې، د کانونو وزارت د امریکا د دفاع وزارت د بیارغونې او دو نورې سیمه ییزو موسسو په همکاري د فابریکو د ایجادولو خام مواد له وړاندې تثبیت کړي:
"له نیکمرغه نن موږ د افغان سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ور کوو؛ چې د سمینټو د نوو کمپنیو د جوړلو لپاره خپل پرپوزلونه، لومړی د لېوالتیا له مخې او بیا د جامع په شکل را وسپاري.
نن د وږي ۳۱مه ده او د دواطلبۍ پروسه پیلیږي."
د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، چې د سمنټو فابریکو نوی قراردادونه به له هغو شرکتونو سره وکړي چې؛ کاري وړتیا ولري.
افغان حکومت شپږ کاله مخکې په جبل السراج کې د سمنټ قرارداد له یوې خصوصي کمپنۍ سره وکړ؛ خو د راپورونو له مخې تراوسه پورې دې شرکت خپل تولید نه دی پیل کړی.
چارواکي بیاوايي، د نویو فابریکو ګټوونکي اړ دي چې هره ورځ لږ تر لږه درې زره ټنه سمنټ تولید کړي.
د سمنټو د نویو فابریکو د داوطلبۍ د اعلانولو په غونده کې د اتو شرکتونو او پنځو سفارتونو استازیو ګډون کړی و.
ځینو پانګه والو دې ته لېوالتیا وښودله چې؛ په افغانستان کې د سمنټو په تولید پانګه ولګوي؛ خو ټینګار یې وکړ چې، باید افغان حکومت د هغو سیمو امنیت ټینګ کړي چې فابریکې په کې جوړیږي.
د بهرنیو شرکتونو یوه غړی "ټام واټس" وویل:
"زه د آسیایي ګروپ په استازیتوب چې مرکز یې په دوبی کې دی او د ادارې په برخه کې کار کوي دلته راغلی یم. چې دا ګروپ د څو سیمه ییزو شرکتونو په استازیتوب کار کوي؛ موږ هیله لرو چې، د نړیوالو شرکتونو په مرسته په افغانستان کې کار وکړو؛ یقیناً چې د سمنټو تولید یو جدي ضرورت دی؛ په ټولو هیوادونو کې او په دې برخه کې د پانګې اچونې لپاره په کار ده؛ چې په افغانستان کې یوه دامن فضا رامنځ ته شي او باید په دې برخه کې لازم اقدامات وشي."
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان هرکال له شپږو تر اوو ملیونو ټنه سمنټ مصرفوي او د خپلې اړیتا ډیره برخه سمنټ له بهره په خاصه توګه له پاکستان څخه واردوي.
چارواکي وايي، اوس په افغانستان کې د سمنټو دوه فابریکې فعالې دي، چې په څلورویشتو ساعتونو کې له اوو سوو نه تر زرو ټنو پورې سمنټ تولیدوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirzay.t1awq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته