دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 75163
په جرمني کښې نن پارلماني انتخابات ترسره شوي دي .

دجرمني د فیډرال پارلمان د استازیو دټاکلو لپاره اتلسم میلادي انتخابات نن سهار اته بجې په مختلفو ولایتونو او ښارونو کښې پیل شول .
ایرنا خبري اژانس وايي دجرمني په دوه اتیا(۸۲) میلیونه نفوسو کښې یوشپیته (۶۱) میلیونه او اته الکه خلک درایو د و رکولو شرایط لري چې نهه (۹)فیصده یعني پینځه (۵)میلیونه او اته (۸) لکه یې کډوال دي .
دجرمني په ټولو ښارونو او سیمو کښې به په ۲۹۹۹ انتخاباتي حوزو کښې په اتیا زره(۸۰۰۰۰) رایو صندوقونو کښې تر لسو(۱۰) ساعتونو پورې خلک رایې واچوي او دماښام تر شپږو (۶)بجو پورې به دوام ولري .
دجرمني په انتخاباتو کښې په ټول کښې دڅلوردیرشو(۳۴) سیاسی ګوندونو غړي او استازي ګډون لري .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtvea.uqeimz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته