کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرکرزي د اروپا د فوټبال د فدراسیون له مشر سره په کابل کې وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 میزان 1392 ساعت 11:19


ولسمشرحامد کرزي تېره ورځ د اروپا د فوټبال د فدراسیون له مشر میشل پلاتیني سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ په کابل کې و، وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي پلاتیني او مرستیال یې د افغانستان د فوټبال له ملي ټیم څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د اروپا د فوټبال د فدراسیون پلاوي په تېرو لسو کلونو او په تېره د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغان فوټبالرانو د بریاوو ستاینه وکړه. پلاوي ژمنه کړه چې خپلې تجربې به د افغانستان د فوټبال له ټیم سره شریکې کړي.
د آذربایجان د فوټبال د فدراسیون رییس علي خان محمدوف چې په پلاوي کې شامل و، هم د افغانستان د فوټبال له ملي ټیم سره د خپل هېواد د مرستو ژمنه وکړه.


د مطلب کود: 75200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75200/ولسمشرکرزي-د-اروپا-فوټبال-فدراسیون-له-مشر-سره-په-کابل-کې-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com