دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 75200
ولسمشرکرزي د اروپا د فوټبال د فدراسیون له مشر سره په کابل کې وکتل

ولسمشرحامد کرزي تېره ورځ د اروپا د فوټبال د فدراسیون له مشر میشل پلاتیني سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ په کابل کې و، وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي پلاتیني او مرستیال یې د افغانستان د فوټبال له ملي ټیم څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د اروپا د فوټبال د فدراسیون پلاوي په تېرو لسو کلونو او په تېره د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغان فوټبالرانو د بریاوو ستاینه وکړه. پلاوي ژمنه کړه چې خپلې تجربې به د افغانستان د فوټبال له ټیم سره شریکې کړي.
د آذربایجان د فوټبال د فدراسیون رییس علي خان محمدوف چې په پلاوي کې شامل و، هم د افغانستان د فوټبال له ملي ټیم سره د خپل هېواد د مرستو ژمنه وکړه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbg5bz.rhbsgp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته