دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 75217
طالبانو د کندوز چاردرې د استخباراتو مدیر وژلی
دافغانستان شمالي ولایت کندوز د چاردرې ولسوالۍ د اسختباراتو مدیر د طالبانو په ډزو وژل شوی.
د کندوزو یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، د استخباراتو مدیر پر موټر سایکل سپور و، چې د وسله والو طالبانو په وسلو سمبالو کسانو ډزې پرې وکړې او ویې واژه
سرچینه وايي، چې برید کوونکي تښتېدلي دي.
دغه برید د دوشنبې پر ګهيځ وختي شوی دی.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
په نژدې یوه اوونۍ کې دا په کندوز ولایت کې دویم چارواکی دی، چې وژل کېږي.
چاردره د کندوز له نسبتاً خطرناکو او ناامنه ولسوالیو ده.
کابل کې زموږ همکار جعفر هاند لیکي، کندوز ولایت د منځنۍ اسیا له تاجکستان سره ګډه پوله لري، چې هلته د تاجک اورپکو د راوښتو ډېرې وېرې هم شته.
د روان سپتمبر پر ۱۸ هم د کندوز کلېکاږل امام صاحب ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د یوې مېرمنې په ګډون دوه ولسي وګړي وژلي وو.
همداشان، په همدې نېټه د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر کلېکاږل امان الله امان د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
او د تېرې اګست پر ۳۰مه، د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د فاتحې پرمهال یوه کلېکاږل ځانمرګي برید د ولسوال شیخ صدرالدین په ګډون اته کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي وو.
په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي وګړي او حکومتي کسان هم دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcja8ea.uqeivz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته