دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 75254
افغانستان څلور ایراني اتباع د مخدره موادو د قاچاق په جرم په بند محکوم کړل
په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې د ځانګړی عدلي او قضایې مرکز د استیناف محکمې څلور ایراني اتباع د مخدره موادو د قاچاق په جرم په اتلسو کلونو بند محکوم کړل.
د دې ادارې ویاند احمد خالد موحد نن آزادي راډیو ته وویل، چې دا کسان د فراه په ولایت کې ایران ته د نشه یې موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي وو.
د ښاغلي موحد په خبره دې کسانو غوښتل دا اندازه نشه یې مواد د یوه بې پلیټه موټر په واسطه له فراه څخه ایران ته انتقال کړي چې د سرحدي پولیسو لخوا و نیول شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcayun0.49nmm1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته