دخپریدو نیټه :شنبه ۵ ثور ۱۳۸۸ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 7527
د کندهار د ولايت مقام کې ځانمرګي بريدونه شوي
د کندهار يوه امنيتي چارواکي، چې د نامه له اخيستلو يې ډډه کړې، ويلي چې نن (شنبه، د غويي پنځمه، د اپرېل 25 مه ) غرمه مهال شاوخوا دوولس نيمې بجې د ولايت مقام ته درې ځانمرګي بريد کوونکي ننوتلي دي .
د کندهار امنيتي چارواکو ويلي چې د دغه ولايت مقام ته ځانمرګو بريد کوونکو له ننوتلو وروسته چاودنې کړې دي .
د کندهار يوه امنيتي چارواکي، چې د نامه له اخيستلو يې ډډه کړې، ويلي چې نن (شنبه، د غويي پنځمه، د اپرېل 25 مه ) غرمه مهال شاوخوا دوولس نيمې بجې د ولايت مقام ته درې ځانمرګي بريد کوونکي ننوتلي دي .
سرچينه زياتوي چې ځانمرګو بريد کوونکو خپل ځانونه چوولي او لاهم ډزې روانې دي .
که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه شته، خو يادې شوې سرچينې ويلي چې په بريد کې دوه افغان پوليس وژل شوي دي او روغتونونو ته د ټپيانو د لېږدولو لړۍ رونه ده .
سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده ده او نژدې څوک نه ورپرېږدي .
د روانې اپرېل مياشتې پر 12 مه پر موټر سايکل سپرو وسله والو د کندهار د ولايتي شورا غړې ستازه اڅکزۍ د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې د خپل کور مخې ته په ډزو ووژله .
د طالبانو يوې ډلې چې ځان د ملا دادالله محاذ بولي، د بريد مسؤوليت پرغاړه اخيستی و .
افغان ولسمشر حامد کرزي د ستاره اڅکزۍ وژل په سختو ټکو وغندل . ستاره اڅکزۍ يو زوی او يوه لور لري، چې په جرمني کې اوسېږي .
تر هغې وړاندې د روانې اپرېل پر لومړۍ، د وري پر 12 مه د دغه ولايت د ولايتي شورا دفترمخې ته له چاودونکو توک ډک ګاډی چوول شوی و . له چاودنې وروسته دوه ځانمرګي بريد کوونکي ودانۍ ته ننوتلي وو او په خلکو يې ډزې کړې وي .
په پېښه کې د درېيو ولسي وګړو په ګډون لس پوليس ووژل شول .
کندهار د افغانستان په سويل کې يو له هغو نارامه ولايتونو څخه دی، چې د طالبانو د رژيم پرمهال د مشرتابه او پرېکړو مرکز و .
د روانې مياشتې په لومړیو کې امريکا اعلان کړی و، چې کندهار ولايت ته به د وسله والو د ځپلو لپاره 3000 امريکايي پوځيان ولېږي .

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca.un0k49nm0xh14.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته