کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی

دصدای افغن خبری اژانس(اوا) , 2 میزان 1392 ساعت 12:03


شاوخوا ۳۰۰ بندیانو د هرات په زندان کې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی.
د هرات د څارانوالۍ چارواکي وایي په دوی کې دواړه سیاسي او جنایي بندیان شامل دي. 
ویل شوي بندیانو له دې امله د نه خوړلو اعتصاب کړی چې په وینا یې د ولسمشر له هغو فرمانونو بې برخې کېږي چې په بېلابېلو مناسبتونو کې د بندیانو د بښنې او یا د دوی د جزا کمولو په اړه صادرېږي.
ډېری بندیان شکایت کوي چې برخلیک یې مالوم نه دی او دوسیې یې په وخت نه دي څېړل شوي.
سیمه ییز چارواکي وایي د سترې محکمې یوه پلاوی نن (د سپتمبر ۲۳مه) د دغو بندیانو له استازو سره خبرې وکړې او ژمنه یې کړې چې د دوی غوښتنې به وارزول شي.
تېره اونۍ ۱۲۰ سیاسي بندیانو د فراه په محبس کې هم په ورته اعتصاب لاس پورې کړی و او ورته غوښتنې یې درلودې.
د بندیانو دوسیېپه وخت د دوسیو نه څیړل کیدل، هغه ستونزه ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر زندانیانو د اعتصاب سبب شوې ده.
ولسمشر حامد کرزی معمولاً په بېلابېلو مناسبتونو لکه اخترونو، د روژې مبارکې میاشتې او ځینو ملي ورځو کې د یو شمېر بندیانو د خوشي کولو فرمانونه صادروي.
چارواکي وایي د دې ډول فرمانونو پر بنسټ هغه بندیان خوشي کېږي او یا یې د جزا کچه کمېږي چې د درنو جرایمو په ترسره کېدو نه وي محکوم شوي خو کله کله آن د هغو بندیانو شکایت هم اورېدل کېږی چې وایي د دې ډول فرمانونو د ګټه اخستنې شرایط هم لري خو دوسې یې پر وخت نه څیړل کېږي.
د زندانونو وضعیتد زندانونو وضعیت او په زندان کې د ننه له بندیانو سره د چلند څرنګوالی هم د افغانستان په ټولو سیمو کې یو شان نه وي.
په ځینو ولایتونو کې د زندان لپاره د معیاري ځای او کافي خونو نشتوالی لویه ستونزه ګڼل کېږي، خو په ځینو سیمو کې بیا په دې اړه شکایتونه ډېر نه وي.


د مطلب کود: 75289

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75289/هرات-کې-بندیانو-د-نه-خوړلو-اعتصاب-کړی

آوا
  https://www.avapress.com