دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 75375
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندز ، بلخ ، کندهار ، ارزګان ، پکتیکا ، پکتیا ، هرات ، هلمند او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او۲۳ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه :
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ تنه د سړې وژنې ، غلا کولو او نشه یی توکې د قاچاق په تړاوود کابل ښار د لومړې ، اتمې او یولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenx8f.jh8nfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته