دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 75417
څلورو دولتي چارواکو له ولسي جرګې د باور رايي واخیستي
د کورنیو چارو، سرحدونو او قبایلو او دوو نورو دولتي پوسټونو ته کاندیدانو د ولسي جرګې څخه د بار رایې واخیستې.
افغان حکومت عمر داودزی، محمد اکرم خپلواک، برات علي متین، لطف الرحمان سعید او نصرالله ستانکزی د دغو بېلابېلو پوسټونو لپاره ولسي جرګې ته د باور د رايي اخیستلو لپاره ور معرفي کړي وه.
ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د دغو کسانو له منځه څلورو کسانو ته د باور رایه ورکړه او یو تن یې ناکامه پاتې شو.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت لپاره عمر داودزي او د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت لپاره محمد اکرم خپلواک له ولسي جرګې څخه د باور رايي واخیستې.
همدارنګه د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې د ستري محکمې د عالي شورا د غړیتوب لپاره برات علي متین او د اساسي قانون پرعملي کولو د څار کمېسیون د غړیتوب لپاره لطف الرحمان سعید ته د باور رايي ورکړې.
دې کسانو ته د باور رایې له ورکولو وروسته د دې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، له دوي نه وغوښتل چې له خپلو کړو ژمنو سره سم خپلې دندې ترسره کړي:
“موږ د ولسي جرګې په استازیتوب د دوي د بریالیتوب مبارکې وایو، هیله لرو لکه څنګه چې دوي له ولسي جرګې سره ژمنه وکړه، له خدای څخه غواړم چې دوي ته په ورسپارلو دندو کې بریالیتوب ورکړي.”
تیره اونۍ افغان حکومت پنځه تنه چې دوه وزیران، دوه تنه د اساسي قانون پر عملي کولو د څار کمېسیون د غړو او یو تن هم د ستري محکمې د عالي شورا د غړي په توګه ولسي جرګې ته ور وپیژندل.
خو د دغو کسانو له جملې څخه نصرالله ستانکزی، چې د اساسي قانون پر عملي کولو د څار کمېسیون د غړیتوب لپاره ور پیژندل شوی وو، ونه توانید چې د باور رایې ترلاسه کړي.
عمر داودزی پخوا په پاکستان کې د افغانستان سفیر وو او وروسته تر هغه چې ولسي جرګې د کورنیو چارو پخواني وزیر جنرال مجتبی پتنګ سلب صلاحیت کړ، ولسمشر کرزي ښاغلی داودزی د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه انتخاب کړ.
د سرحدونو او قبایلو اوسني وزیر محمد اکرم خپلواک تر دې پخوا د فراه والي وو.
د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي د ولسي جرګې په غونډه کې د خپل پلان د بیانولو پر وخت د دې جرګې غړو ته ډاډ ورکړ، چې د راتلوونکو انتخاباتو د امنیت لپاره پوره تیاری لري او انتخابات به له امنیتي اړخه پر ټاکلي وخت ترسره شي:
“موږ به هڅه و کړو چې؛ د راتلونکې کال انتخابات د اساسي قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکل شوې نیټې سره سم تر سره شي.

د کورنیو چارو وزارت مسولیت په دې برخه کې دا دی، چې د انتخاباتي مرکزونو، رایي ورکونکو، کاندیدانو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکونکو امنیت ټینګ او رای ورکونکو ته ښه امنیتي شرایط برابر کړي.”
تر دې پخوا په راتلوونکو انتخاباتو کې د سیمه ییزو پولیسو په اړه اندېښنه ښوول شوې وه، چې کېدای شي، د یوې کړۍ یا شخص په پلوي کار وکړي.
خو ښاغلي داودزي وویل، چې د کورنیو چارو وزارت به په دغو انتخاباتو کې هیڅ ډول لاسوهنو ته اجازه ور نه کړي.
د سرحدونو وزیر ښاغلي خپلواک ولسی جرګې ته د خبرو پر وخت وویل، چې د هیواد پر مهمو سرحدي ولسوالیو به خپل تمرکز زیات کړي.
خو دغه دواړه وزیران داسې مهال په دې اړه ډاډ څرګندوي، چې د راتلوونکو انتخاباتو لپاره په درشل کې له امنیتي او په سرحدونو کې د شته ستونزو له امله اندیښنې زیاتې شوي دي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت د راتلوونکو انتخاباتو په اړه په وار وار ډاډ ورکړی، خو د امنیتي چارو پوهان له دې امله ډیرکله اندیښنې څرګندې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzabz.rhbs8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته