کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې د ښځو لپاره کتابتون او انترنټ کافې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1392 ساعت 19:06


تاند- د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د افغان ښځو لپاره انترنټ کلب او کتابتون پرانستل شو.
په دې انترنټ کافې او کتابتون کې، چې د جرمني او امریکا په مرسته جوړه شوی، نجونې وړیا کتابونه لوستلی او انترنت کتلی شي.
په کتابتون کې یې حاضردمه ۱۵ سوه ټوکه کتابونه موجود دي.
د بلخ د پوهنې ريیس د جرمني او امریکا له حکومتونو د دې علمي مرکز د جوړولو په خاطر مننه وکړه.
د امریکا حکومت تر دې پنځه کاله مخکې په مزارشریف کې د لینکولن په نوم د کمپیوټر، انترنټ مرکز او کتابتون جوړ کړی و چې څه باندې زر کتابونه یې لرل.


د مطلب کود: 75426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75426/په-مزارشریف-کې-د-ښځو-لپاره-کتابتون-او-انترنټ-کافې

آوا
  https://www.avapress.com