کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشر د لومړي مرستیالۍ پر چوکۍ د عبدالله عبدالله او جنرال دوستم اختلاف

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 میزان 1392 ساعت 13:33


تاند- د انتخاباتي اتحاد یوه سرچینه وايي چې عبدالله عبدالله به د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي. سرچینه وايي چې عبدالهادي ارغنیدوال او محمد محقق به د ده لومړی او دوهم مرستیالان وي.
سرچینې ادعا کړې چې په انتخاباتي اتحاد کې، چې په وروستیو کې جوړ شو، له جنرال دوستمه پرته نورې ټولې خواوې په همدې ترکیب د عبدالله عبدالله د کاندیدېدا ملاتړ کوي.
ویل شوي چې جنرال دوستم د لومړي مرستیال په توګه د عبدالهادي ارغندیوال له نومونې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې باید لومړی مرستیال د ملي اسلامي جنبش له منځه وي.
جنرال دوستم ویلي چې درې ملیونه رای ورکوونکي د ده په خوښه رایې ورکوي او په هرچا چې دی لاس کښېږدي دا درې ملیونه خلک هماغه کس ته رایې ورکوي، له همدې کبله د دې پرېکړې واک د ده په لاس کې دی چې څوک باید ولسمشر او څوک یې مرستیال وي.
ویل شوي چې دوستم د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال چوکۍ غوښتې وه.
دوستم په عین حال کې ویلي چې په یوه اوونۍ کې به پرېکړه وکړي چې له انتخاباتي اتحاد سره پاتې کېږي او که ترې وځي.
د انتخاباتي اتحاد نورو غړیو لکه، احمد ضیا مسعود، یونس قانوني، امر الله صالح، صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ظاهراً د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی دی.


د مطلب کود: 75477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75477/د-ولسمشر-لومړي-مرستیالۍ-پر-چوکۍ-عبدالله-او-جنرال-دوستم-اختلاف

آوا
  https://www.avapress.com