دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 75486
په میدان وردګو ولایت کې د درې سوه بې وزله مېرمنو سره د غوړيو مرسته وشوه
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د سره صلیب له لورې د ښځو چارو ریاست سره مرسته شوي غوړي،د دغه ریاست له لورې د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو درې سوو بې وزله میرمنو ته ورکړل شول .
د میدان وردګو ولایت د ښځو چارو رئيسې وحیدې ښکلې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: دغه بې وزله میرمنې چې د دوی له لورې له مرستې وړاندې معلومې شوې وې،هرې میرمنې ته لس،لس کیلو غوړي غوړي ورکړل شول .
دې د سره صلیب له یادې مرستې څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې د دغه ولایت له بې وزله میرمنو سره د غوړيو مرسته وکړه.
د ولایت مقام په استازۍ د سکتوري خدمتونو رئیس ښاغلي غزني ګل ځاځي د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت دښځو چارو رئیسې څخه مننه وکړه،چې مرسته شوي غوړي په شفاف ډول بې وزله میرمنو ته ورکړې .
ده همدا راز د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت له ټولو میرمنو څخه وغوښتل چې په ټولټاکنو کې د ګډون په موخه دې د رایې ورکونې کارتونه واخلي او د کورنۍ غړې دې هم کارت اخیستنې ته وهڅوي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-knq.23nm6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته