دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 75511
یوه نوي سیاسي بهیر په انتخاباتو کې د ګډون په هدف خپل موجودیت اعلان کړ

نن په افغانستان کې یوه نوي سیاسي بهیر په انتخاباتو کې د ګډون په هدف خپل موجودیت اعلان کړ.
د افغانستان د بدلون حرکت په نوم د دې بهیر مشري د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي کوي.
نوموړې د دې بهیر د پرانیستلو په مهال وویل هڅه کوي چې ددې سیاسي حرکت له لارې د ولسشمرۍ او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي:
(د افغانستان د بدلون حرکت دې ته هوډمن دی چې نه یواځې د افغانستان انتخاباتو ته بلکې د اوږد مهاله سیاستونو په خپلولو سره نن ورځ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بنسټ کیږدي. )
له دې مخکې هم په انتخاباتو کې د ګډون په هدف د مهمو سیاسي څیرو په شمول ځینې ډلې رامنځته شوي دي.
تمه ده د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په میاشت کې وشي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgqn9u.ak9nq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته