کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د هرات په محبس کې د زندانيانو د اعتصاب په اړه خبرې وکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 میزان 1392 ساعت 12:51


ولسي جرګې د شنبې په ورځ د هرات په محبس کې د زندانيانو د اعتصاب په اړه خبرې وکړې. پرون د دې اعتصاب يوه اوونۍ پوره شوه.
د ولسي جرګې استازو ژمنه وکړه، چې د بنديانو د اعتصاب د څېړلو لپاره به هرات ته يو هيئت ولېږي. په هرات کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي شا و خوا دوه زره بنديانو اعتصاب کړى او د ځينو روغتيايي وضعيت نازک دى.
بنديان تور پورې کوي، چې عدلي او قضايي چارواکو دوى ته د دوى د جرم په تناسب سخته سزا په پام کې نيولې ده.
د افغانستان په لوېديځ کې د زندانونو مسوول عبدالمجيد صادقي مني چې په زندان کې ځينې نورې ستونزې هم شته:
”د بنديانو ځاى تنګ او د دوى شمېر د ځاى په پرتله څو برابره زيات دى“
چارواکي وايي د هرات زندان د څه باندې زرو بنديانو ظرفيت لري، خو دا مهال په کې تر درې زره زيات بنديان ساتل کېږي.
بنديان غوښتنه لري، چې ولسمشر دې د يوه فرمان په صادرولو سره دوى ته عفو وکړي يا دې د دوى د بند موده او جزا راکم کړي.


د مطلب کود: 75660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75660/ولسي-جرګې-د-هرات-په-محبس-کې-زندانيانو-اعتصاب-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com