دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۰۵
د مطلب کود : 75707
په تیرو ۳ میاشتو کې د موټر سایکل سپرو له خوا د شویو ۱۳ قتلونه قضيي ثبت دي

د کندز امنیتي مسوولین وایي چې؛ په تیرو درېیو میاشتو کې له دوی سره د هغو قتلونو شاوخوا دیارلس قضیې ثبت شوي چې د موټر سایکل سپرو له خوا شوي دي.
د کندز د امنیه قوماندانی ویاند سید سرور حسیني آزادي راډیو ته وویل، په دې پيښو کې په کندز کې د انتخاباتو د ساحوي دفتر د مشر او د یو شمېر پولیسو او دولتي مامورینو د وژنې پيښې شاملې دي.
د امنیه قوماندانی وایي چې؛ تراوسه یې د پيښې عاملین نه دي نیولي او د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي.
د کندز چارواکو په کندز ښار کې د موټرسایکلونو په چلولو بندیز لګولی دی. خو ځینې خلک له دې عمومي بندیز سره مخالفت کړی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5505.yt0kz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته