دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 75741
د هند اوپاکستان مشرانو په کشمیر کې د حملو بندېدا ضروري وبلله
تاند- د هند او پاکستان صدراعظمانو د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې په لومړۍ کتنه کې په دې سلا وکړه چې د خبرواترو د پرمختګ لپاره د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کې د حملو مخنیوی ضروري دی.
په خبرو کې د هندي پلاوي یوه غړي او د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار شو شنکر خبریالانو ته وویل چې دواړو صدراعظمانو پرېکړه وکړه چې د کرښې په اوږدو کې پر یو بل د بریدونو د مخنیوي لپاره باید د دوو هیوادونو د پوځونو مشران (لوی درستیزان) سره وګوري.
دوی همداراز موافقه وکړه چې په کنټرول کرښه کې دې اوربند ټینګ شي.
د هند او پاکستان صدراعظمانو دا خبرې د نیویارک په یوه هوټل کې وکړې. د دوی خبرو یو ساعت دوام وکړ. دا له کله چې نوازشریف د پاکستان صدراعظم ټاکل شوی دی له خپل هندي ساري سره د ده لومړنۍ کتنه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دواړو هیوادونو د مشرانو خبرې مثبتې وبللې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس د خبرو د مثبت بللو په ترڅ کې وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ د بلې کتنې په اړه کومه نېټه ونه ټاکل شوه.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې پر افغانستان هم ژور اغېز لري. پاکستاني چارواکو په ځلونو په ضمني ډول ویلي چې که لوېدیځ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر په لانجه کې پاکستان ته امتیاز ورکړي پاکستان تیار دی چې په افغانستان کې لوېدیځوالو ته امتیاز ورکړي.
پاکستاني چارواکو په وروستیو کې څو ځلي له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د هند او پاکستان د سیالۍ په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
د هند صدراعظم د پاکستان له صدراعظم سره تر کتنې مخکې د کشمیر په کنټرول کرښې کې د پاکستاني پوځیانو وروستۍ حملې ته په اشارې وویل چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ اصلي مرکز دی.
ویل کېږي، له کله چې نوازشریف واک ته رسېدلی او له هند سره یې د اړیکو د ښه کولو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي د دغه هیواد پوځ د هند پرخلاف پاروونکي اقدامات زیات کړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb8zbz.rhbsap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته