دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 75743
د افغانستان او کینیا د ۲۰ اوریزو سیالیو لومړۍ مسابقه نن شپه پیلېږي

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افریقايي هیواد کینیا له ملي لوبډلې سره لومړۍ شل اوریزه مسابقه کوي.
دا مسابقه به د هغو سیالیو لومړۍ وي چې دواړه ټیمونه یې له نن /سپټمبر۳۰/ څخه د اکتوبر تر یوولسمې پوري کوي.
دواړه ټیمونه به دوې شل اوریزې، دوې یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ سیالي وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ غړي وايي چې افغان لوبغاړو پوره تیاري نیولې او هیله لري چې ښه نتیجه به ترلاسه کړي.
په دې سیالیو کې د افغانستان لپاره دوې یو ورځنۍ سیالۍ خورا اهمیت لري. که افغانستان دا مسابقې وګټلې، په اتومات ډول د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو ته لاره مومي.
د افغانستان د کرکټ لوبغاړو شارجې ته تر روانېدو مخکې په جلال اباد کې تمرین کړی او له تېرې یوې اوونۍ راهیسي په شارجه کې تمرین کوي.
خو کینیا هم غښتلی ټیم دی. کینیا په ۲۰۰۳ میلادي کال د کرکټ په نړیوالو پنځوس اوریزه اتلولي کې ترنیمه پایلوبې پوري رسېدلې وه. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ لوبډله په خپل لنډ تاریخ کې تراوسه پوري د پنځوس اوریزو اتلولیو د سیالیو جوګه شوی نه دی.
که افغانستان د پنجشنبې او جمعې په ورځو له کینیا یو ورځنۍ مسابقې وګټلې د لومړي ځل لپاره به د کرکټ په اصلي نړیواله اتلولي(پنځوس اوریزه) کې ګډون وکړي.
افغانستان سږ کال (۲۰۱۳) کې هیڅ مسابقه نه ده بایللې. له ۱۲ مسابقو څخه یې ۱۵ امتیازونه ترلاسه کړي دي او اوس د نړیوال کرکټ لیګ په اتو ټیمونو کې څلورم ځای لري.
آیرلنډ تر ټولو مخکې دی. دا هیواد ۲۴ امتیازونه لري او مخکې تر مخکې د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوالو اتلولیو ته غوره شوی دی. ورپسې متحده عربي امارات دي چې ۱۸ امتیازونه لري. که افغانستان کینیا ته ماتې ورنه کړي په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې به د ګډون چانس له لاسه ورکړي.
متحده عربي اماراتو د یکشنبې په ورځ /پرون/ نامیبیا ته د شارجې په کرکټ لوبغالي کې په ۱۳۵ منډو ماتې ورکړه او دوهم ځای یې خپل کړ. امارات له هالنډ څخه، چې ۱۸ امتیازونه یې لرل، مخکې شول.
اوس افغانستان باید د اکتوبر په دوهمه او څلورمه کینیا ته په یو ورځنۍ سیالۍ کې ماتې ورکړي څو له اماراتو وروسته درېم ځای خپل کړای شي.
خو نن /دوشنبه، د سپټمبر ۳۰ مه/ به د افغانستان او کینیا لومړۍ شل اوریزه سیالي د شارجې په وخت د شپې په اته بجې پیل شي. دوهمه شل اوریزه مسابقه به د اکتوبر په دوهمه یعني د چهارشنبې په ورځ د شپې په لس بجې وي.
دا مسابقې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي. شارجه د افغانستان د کرکټ لوبډلې کور بلل کېږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcds505.yt0ko6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته