دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 75937
په کندهار ولایت کې شپږ تنه د دولت وسله وال مخالفین چې د طالبانو له یو ګروپ سره یې تړاو درلود ووژل شول.

د ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې چې د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې ترسره کړل، شپږ تنه د دولت وسله وال مخالفین ووژل شول.
دغه عملیات چې تېر ماذدیګر د یادو ځواکونو له لورې د شاولي کوټ ولسوالۍ اړوند سیمې د دولت وسله والو مخالفینو څخه د پاکوالي په موخه ترسره شوي وو شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او افغان ملي امنیتي ځواکونو ته په کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د وژل شوو وسله وال طالبان څخه يو شمېر وسله او دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم د افغان ملي امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

https://avapress.com/vdciy3ay.t1awp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته