دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 75984
ایوب سالنګي وايي، د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره بشپړ چمتووالی لري
د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دغه خبره د دې وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي بلخ ته پخپل سفر کې د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د معلومولو په ترڅ کې وکړه.
هغه وویل چې؛ په نهو شمال ختیځو ولایتونو کې امنیتي ستونزې نشته، خو په ختیځو ولایتونو کې له یو لړ امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
جنرال سالنګي وايي چې؛ دوی هڅه کوي د انتخاباتو د ښو ترسره کیدو په هدف خلکو ته د راې ورکونې زمینه مساعده کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته شاوخوا شپږ میاشتې پاتې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcayon0.49nma1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته