دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 76034
عبدالرب رسول سیاف د جنرال عبدالرشید دوستم ملاتړ راخپل کړ

عبدالرب ر سول سیاف ته نږدې سرچینې وايي چې؛ راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیداتورۍ لپاره عبدالرب رسول سیاف د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش له ګوند سره موافقې ته ورسیده.
د ښاغلي سیاف د اسلامي دعوت د ګوند یوه جګپوړي مسوول او د ولسي جرګې غړي محمد داود کلکاني ازادي راډیو ته وویل، چې له جنرال دوستم سره د موافقې له مخې به د مشرانو جرګې غړی مولوي عبدالوهاب عرفان راتلونکو انتخاباتو ته د ښاغلي سیاف دویم مرستیال و اوسي.
عرفان په مشرانو جرګې کې د تخار سناتور دی.
ښاغلي سیاف تیره ورځ د ولسي جرګې له غړیتوب څخه استعفا وکړه او ویې ویل چې؛ غواړي جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړی.
نوموړي ویلي و چې؛ د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسمعیل خان یې لومړی مرستیال دی او ډیر ژر به خپل دویم مرستیال هم معلوم کړي.
خو د پنجشنبې غرمه مهال ښاغلي کلکاني وویل چې؛ د ملي جنبش په استازیتوب یې ازبک توکمه سناتور عرفان دویم مرستیال شو.
هغه وویل چې؛ ښاغلی سیاف به نن ماسپښین مهال رسماً د یوه کاندید په توګه خپل نوم د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې ثبت کړي.
ښاغلی دوستم وروسته له هغې له انتخاباتي اتحاد څخه بیل شو چې؛ د دې اتحاد یوه مهم غړي عبدالله عبدالله ځان جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړ.
ویل کیږي چې؛ جنرال دوستم غوښتل د ملي جنبش له ګوند څخه یو کس د عبدالله یو مرستیال واوسي خو داسې ونه شول.
کله چې ښاغلي عبدالله رسماً خپله کاندیداتوري اعلان کړه د دوستم یو ویاند فیض الله ذکي وویل چې نور انتخاباتي اتحاد هم له منځه ولاړ.
دوستم د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې مشر و او تراوسه معلومه نه ده چې له سیاف څخه په ملاتړ کې ښاغلی مسعود ورسره مل دی او که نه دا جبهه هم وپاشل شوه.
تر اوسه پورې دا درک نه دی لګیدلی چې جمهوري ریاست د د دوو نورو احتمالي کاندیدانو قیوم کرزي او اشرف غني احمدزي مرستیالان به څوک وي.
علي احمد جلالي او زلمی رسول هم له احتمالي کاندیدانو څخه یادیدل خو معلومه نه ده چې رسماً به د انتخاباتو د سیالیو ډګر ته راووځي او که نه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkvnq.23n-xdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته