دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 76201
د کاندیدانو د نوم لیکنې وروستۍ ورځ
اود نوم لیکنې په وروستۍ ورځ د نورو ورځو پرتله زیات شمیر کسان د د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدلو لپلره انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ته ورروان دي.
د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د وروستۍ ورځې په سر کې لمړې سرور احمدزی اوبیا ډاکټر اشرف غني احمدزی د جمهوری ریاست انتخاباتو لپاره خپل نومونه ولیکل.
سرور احمدزی چې ډاکټر عبدالرحمان یې د خپل لمړې مرستیال او انجینر کبیرقریشی یې ددوهم مرستیال په توګه غوره کړې دي خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل چې واک ته درسیدلوپه صورت کې به یوه سالمه اداره جوړه کړي او ټول هغوی چې د وسلوالو ډلو پورې ټړلې له خپلې اداری وباسی.
ډاکټر اشرف غني احمدزی چې جنرال عبدالرشید دوستم یې د خپل لمړې مرستیال او محمد سرور دانش یې ددوهم مرستیال په توګه غوره کړي خبریالانوته وویل چې که چیرې دي راروان انتخابات وګټی نو د جمهوری ریاست په انتخاباتوکې نورو ولاړو کاندیدانو ته هم په خپل راتلوونکې حکومت کې ځاې ورکړې.
ډاکټر اشرف غني احمدزی وویل چې د بریالیتوب په صورت کې به په اداره کې اصلاحات په تدریجي توګه راولې.
همداشان د ترانسپورټ او ملکی هوایې چلند پخواني وزیر حمیدالله قادری، د سردار محمد داود خان د ورور لمسی سردار نادر نعیم هم تراوسه د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړې دي.
د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر د یکشنبي په مازیګر پای ته رسیږی.
د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون تمه لري چې د ټاکلی نیټي پوری به نور کسان هم دغه کمیسیون ته ورشي او د راروانو انتخاباتو کې دکاندیدلو لپاره به خپل نومونه ولیکی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfx05.yt09z6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته