دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 76223
د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسید

د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو دنوم لیکنې په وروستۍ ورځ ډاکټر اشرف غني احمدزي رسماً خپل نوم د دې انتخاباتو د کاندید په توګه ثبت کړ.
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر پای ته رسیدو ته یوازي څو ساعته پاتې دي؛ نن تر غرمې دیارلسو کاندیدانو رسماً خپل نومونه د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې ثبت کړي.
ډاکټر اشرف غني احمدزۍ چې یو مطرح کاندید دی؛ نن له خپلو دوو مرستیالانو عبدالرشید دوستم او سرور دانش سره کمیسیون ته حاضر شو.
نوموړي د عدالت ټينګښت، د سولې او ثبات راوستل او د یوه ملي حکومت جوړول خپل اساسي اهداف یاد کړل.
"عدالت ده چې موږ سره یو ځای کولای شي. د دې لپاره چې یو عادل نظام ته و رسیږو لومړۍ باید ثبات راولو او ثبات دا غواړي چې موږ ټول یو بل ومنو. بې له یو بل له منلو او ملي وحدت څخه هغه تیوري فرض چې په هوا کې وي، نتیجه نه ورکوي."
سرور احمدزی او حمید الله قادري هم هغه کاندیدان دي چې؛ نن یې نومونه د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کی ثبت کړل.
وروستۍ کس چې کمیسیون ته د نوم لیکنې لپاره حاضر شوی سردار نادر نعیم و.
دی د پخواني جمهور رییس داود خان د ورور لمسی دی.
اخوا ټاکل شوې ده د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوار الحق احدي هم نن کمیسیون ته د جمهوري ریاست د کاندیدت په توګه د نوم لیکنې لپاره حاضر شي.
د دې وزارت ویاند وحید الله غازي خیل نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې محمد اسماعیل قاسمیار او حشمت الله مجددي یې لومړۍ او دوهم مرستیالان ټاکل شوي.

دغه راز د قیوم کرزي د دفتر یوه مسوول هم آزادي راډيو ته دا منلې چې نوموړی به نن کمیسیون ته حاضر شي او خپل نوم به ثبت کړي.

ویل کیږي چې د حج او اوقافو پخوانی وزیر نعمت الله شهراني او ابراهیم قاسمي یې مرستیالان دي.
ټاکل شوې د ډاکټر زلمی رسول، ګل آغا شیرزوی او داود سلطان زوی په ګډون یو شمیر نور کسان هم نن د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه وکړي.
وړاندې تر دې ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، بسم الله شیر، فضل الکریم نجمي، حشمت غني احمدزي ، قطب الدین هلال، عبدالرحیم وردګ، سید اسحق ګیلاني او دل آغا کوهدامني هم د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې له یاد کمیسیون څخه د جمهوري ریاست اته اویا احتمالي کاندیدانو معلوماتي بستې اخیستي چې درې یې په کې ښځي دي.
خو دا لا نه ده څرګنده چې د نن لپاره به نورڅومره کسان حاضر شي چې؛ نومونه ثبت کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نیټه تر سره کیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchxinq.23n-idjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته