دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۴۲
د مطلب کود : 76249
د لومړي ځل لپاره افغان ملي پولیس د م.م سوله ساتي ځواک ته لېږل کیږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ د لومړي ځل لپاره به د دې هېواد یو شمېر ملي پولیس د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک ته ولیږل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن یوې خبری غونډي ته وویل چې؛ د ملي پولیسو د لیږلو مساله د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا هم تصویب شوې ده.
"دا د افغانستان په تاریخ لمړی وار دی چې؛ افغان دولت غواړي د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک ته یو شمېر پولیس افسران لیږي؛ دغه پروسه اوس مهال پیل شوې او په دې اړه به افغان حکومت او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي خبرې وکړي."
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ په دې اړه وروستۍ پرېکړه د سولې نړېوال ماموریت له خوا نیول کیږي.
تر اوسه معلومه نه ده چې څومره شمېر افغان پولیس به د ملګرو ملتونو سوله ساتي ماموریت ته لیږل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf10de.w6dvjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته