کورنیو چارو وزارت وايي پولیسو ته ویل شوي چې د کابل ـ کندهار – هرات د لويې لاري دامنیت لپاره تدابیر زیات کړي.
د دي وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې په دې لارې د ناامنیو اصلي عاملین وسلوال طالبان او د پخواني خصوصي امنیتي کمپنیو کسان دي،هغه وویل چې د کابل کندهار د لوې لارې د امنیت لپاره به پولیسو ته نوي امکانات ورکړل شي:
(افغان امنیتي ځواکونو ته پدې برخه کې نوي امکانات ورکړل شوې، د غزني ،وردګ،او کندهار پولیس موظف شول چې خپل تدابیر زیات کړي،او نتیجه يي هم ده وه چې تیره اونۍ مونږ وتوانیدو دوه اکمالاتي قطارونه لدي لاري تیر کړو.»
دا اقدام وروسته له هغې کیږي چې د کابل – کندهار- هرات د لویې لارې موټر چلوونکو په دې وروستیو کې په دې لار د ناامنیو د ډيریدو له امله کاري اعتصاب وکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)