دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 76330
کرزی وايي، په یوه میاشت کې به پر امنیتي موافقې لویه جرګه راوبولي

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن وویل چې په یوه میاشت کې دننه به لویه جرګه جوړه کړي څو له امریکا سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي کرزي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کابل – واشنګټن امنیتي موافقه باید په هغه صورت کې لاسلیک شي چې د افغانانو غوښتنې او د افغانستان ملي ګټې پکې نغښتل شوې وي.
ښاغلي کرزي دا څرګدونې په داسي حال کې وکړې چې د دې موافقې د نهايي کولو په خاطر پر افغانستان د لوېدیځ فشار زیات شوی دی.
امریکايی چارواکي هیله لري چې د روان اکتوبرترپایه به دا موافقه نهايي او لاسلیک شي. دوی وايي د امنیتي موافقې ژر لاسلیکېدا په دې خاطر مهمه ده چې د ناټو نور غړي له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپلو پرېښودونکو پوځیانو د شمېر او وسایلو په اړه پلان جوړولو ته وخت ولرلی شي.
ځینو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې که دا موافقه لاسلیک نه شوه امریکا به له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي.
پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي قومندانانو په قول لیکلي و چې دا هیواد له افغانستانه د ټولو عسکرو پر ایستلو غور کوي.
د ولسمشر کرزي ویندوی په وروستیو ورځو کې وویل چې په امنیتي موافقه کې د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې زیات پرمختګ شوی خو افغانستان لا هم له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايی پوځیانو د عملیاتو د پای ته رسېدو او پر افغانستان د بهرني یرغل په صورت کې له افغان ځواکونو په ننګه د یرغلګر په وړاندې په جګړه کې د امریکايی پوځیانو د ګډون په شان غوښتنې لري.
کرزي هم نن پر ملکیانو او عامو افغانانو حملې وغندلې، ویې ویل دا بریدونه چې له ترهرګرۍ سره د مبارزې په نوم کېږي د افغانانو د ارادې خلاف دي او که د امنیتي موافقې له لاسلیکه وروسته دا ډول بریدونه تکرار شي ، معنا به یې دا وي چې موږ تسلیم شوي یو، موږ له دوی څخه د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی او د افغانانو خوندي کول دي.
ده د شنبې په ورځ په ننګرهار کې د ناټو په هوايي حمله کې د پنځو ملکیانو وژل کېدا ته په اشارې وویل:«امریکا باید پوی شي چې امنیتي موافقه به افغانستان ته د دې هیواد د خلکو د امنیت او یا د افغانانو پر کورونو د حملې لپاره د ازادیو د دوام په بیه تمامېږي.
په انتخاباتو کې مداخله نه منم
کرزي د ټولټاکنو د لومړي پړاو په بشپړېدو خوښي ښکاره کړه او په عین حال کې یې وویل چې په انتخاباتو کې به د چا لاسوهنه ونه مني.
ده وویل: د ۲۰۰۹ کال په ټولټاکنو کې په خپله کاندید وم، د بهرنیانو د مداخلې په وړاندې مې څه نه شوای ویلی خو اوس کاندید نه یم نو هیڅکله به بهرنیانو ته اجازه ورنه کړم چې په دې انتخاباتو کې هم لاسوهنه وکړي ځکه چې دا کار د افغانستان په خیر نه ادی.
ده همداراز ازاد، سوله ییز او ارام انتخابات ضروري وبلل او د دولت پر وسله والو مخالفانو یې ږغ وکړ چې د خپل هیدادو په سیاسي راتلونکې کې برخه واخلي.

سرچينه : دصدای افغان اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgzw9u.ak93w4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته