دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 76382
په میدان وردګو ولایت کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان ژوندي ونیول شول
 د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او سیداباد ولسوالۍ کې تېره شپه ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان ژوندي ونیول شول .
دغه عملیات د سیداباد ولسوالۍ په شاه ګل خیلو سیمه کې چې څلور وسله وال طالبان په کې نیول شوي او همدا راز د مرکز میدان ښار په باقي خیلو سیمه کې ،چې څلور وسله وال طالبان په کې نیول شوي دي،ترسره شوي د یو بل خبر له مخې تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې په ترڅ کې اوو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د میدان وردګو ولایت د بهسودو د لومړۍ برخې په کوتلې اونۍ سیمه کې تېر مازیګر ناوخته د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول،په وژل شویو کسانو کې دوه میرمنې او یو دولس کلن هلک وو.
یاده ترافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوې،کله چې موټر چلوونکی د زیات ګړندي تګ له امله له سړک څخه بې لارې شوی .
په ورته وخت کې د لومړۍ شهرا لویې لارې د میدان ښار اړوند په ده پاک سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لورې پر یوه کرولای ډوله موټر د یوه ځای پرخای شوي ماین د چاودنې له امله د عزیز هاشمي ساختماني شرکت درې کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه پېښه تېر مازیګر هغه مهال رامنځته شوه،کله چې د یاد شرکت دغه درې کارکوونکو غوښتل چې په یاده سیمه کې د شرکت لخوا جوړېدونکي ودانۍ ته د کار کولو په موخه ولاړ شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxs05.yt09j6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته