دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۵۰
د مطلب کود : 76432
د نوبل د ۲۰۱۳ کال فزیک جایزه بریتانوي او بلجیمي ساینس پوهانو وګټله
د نوبل د ۲۰۱۳ کال فزیک جایزه د بریتانیا ساینس پوه پیتر هیګز Peter Higgs او بلجیمي ساینس پوه فرانسوا انګلیرتFrancois Englert د هغو کوچنیو ذراتو د څيړنې په اړه چې د کائیناتو تشریح په کې کیږي؛ وګتله.
هیګز لومړی ساینس پوه و چې؛ د کوچنیو ذراتو موجودیت یې تثبیت کړ او په ۱۹۶۴ کال کې د ده تیوري "د خدایي ذراتو" په نامه پيژندل شوي وو. دا نظریه په دې وروستیو کې د سویس د اټمي څېړنومرکز هم تایید کړه.

دا جایزه نن د سویډن په مرکز سټاکهلم ښار کې اعلان شوه.

د سولې لپاره اټکل شوې جایزه به د جمعې په ورځ د ناروې په مرکز اوسلو کې اعلان شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8xea.uqemtz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته