دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 76446
ترکيي د ښځو پر حجاب اغوستو باندې لګوی بندیز لیرې کړ

د ترکیې حکومت د اصلاحاتو په ترڅ کې هغه سخت مقررات لغو کړل چې له مخې یې په دولتي ادارو کې ښځو نشوای کولای حجاب واغوندي.
د صدراعظم رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت په دې وروستیو کې یو لړ اصلاحاتو ته مخه کړې چې ویل کیږي هدف یې په دې هېواد کې د اقلیت کوردانو د حقونو خوندي کول دي.
ترکیې د پراخو بدلونونو په ترڅ کې په دولتي ادارو کې د ښځو پر حجاب اغوستو باندې د څو لسیزو لګول شوی بندیز لرې کړ.
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ د خپل واکمن ګوند وکیلانو ته په وینا کي وویل، حکومت یې هغه پخوانۍ ماده لرې کړه چې، د جمهوریت د روحیې پر ضد وه، ارودوغان وویل:
(د کارکونکو د ظاهري بڼې په اړه په مقرراتو کې اصلاحاتو هغه دردونکی بندیزچې له امله یې د ځوانانو میندو او پلرونه سخت ځورول شوي، لرې کړ.
یوه توره دوره پای ته ورسیده، خو زه یوځل بیا په دې ټینګارکوم چې موږهیچا ته امتیازات نه ورکوو. بلکه موږ بالاخره د هغو کسانو عقیدې ته درناوی کوي او حق یې په رسمیت پيژنو چې کلونه کلونه له دې کاره بې برخې شوي دی.)
دغو نویو مقرراتو چې په رسمي ورځپاڼه کې خپاره شوي، سمدستي په ترکیه کې چې نظام یی سیکولریا غیرمذهبی دی خو اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، عملي بڼه غوره کړې ده.
په ملکي برخو کې ښځینه کارکوونکي کولای شي چې حجاب واغوندي.
خوپر حجاب بندیز چې، له ۱۹۲۵م کال راهیسې جاري شوی و، په قضا او پوځ کې لاهم په خپل حال پاته دی.
دغه راز سر له سه شنبې څخه په دولتي لومړینو ښوونځیو کې د هرې اونۍ په پیل کې د ملي وفادارۍ سوګند اخیستل هم له منځه وړل شوی دی.
د عدالت او پرمختګ په واکمن ګوند باندې چې په اسلام کې ریښی لري تورلګول شوی چې د غیر مذهبي یا سیکولر جمهوریت بنسټونه ورانوي.
په ۱۹۲۳ کال کې د عثماني امپراطوری له دړې وړې کیدو وروسته مصطفی کمال اتاترک د دغه نظام بنسټ ایښی دی.
د اردوغان حکومت له دې مخکې په پوهنتونونو کې پر حجاب اغوستنې باندې لګول شوی بندیز هم لري کړی و.
ویل کیږي ترډیره له دغو نویو اصلاحاتو څخه هدف دادی چې په ترکیه کې د اقلیت کوردانو حقونه تامین شي.
په دې لړکې د انتخاباتو په سیستم کې بدلون راوستل شوي، په مورنۍ ژبه تدریس ته اجازه ورکول کیږي او کوردانوته اجازه ورکړل شوې چې خپلې سیمې او کلي په تاریخي نومونو یاد کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepe8f.jh8pei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته